د سوات ملالې، نړۍ ته ټکان ورکړ !
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

                  د سوات په ماشومې او سپيڅلې ملالې د طالبانو روستي برید ، د وحشتونو اوجنایتونو د ټاټوبي، پاکستان څېره یوځل بیا نړیوالو ته پخپله هغه واقعي بڼه چې ډېری سیاستوال او رسنۍ يي له راسپړلو او ښکاره کولو عاجزې دي، بربنډه او رسوا کړه !

ښوونځي ته په روانې ملالۍ او د هغې په دوه نورو ملګرو حمله څرګندوي چې د پاکستان په نوم مصنوعي هیواد په دې جغرافیوي غوږۍ کې څونه چې د ګاونډینو لپاره خطرناک او ډاروونکی دی هومره خپلو وګړو ته هم په دوزخ بدل شوی . په پاکستان کې ترهګر روزنه او پالنه اوس د هغه هیواد له وګړو هم غچ اخلي او ځمکه يي ټولو اوسیدونکوته په سره تنور اړولې ده .

 له هغه پېټاره چې پنجاب پکې طالب ، ترهګر او نور ډول ډول مذهبي توندلارې اچولي او زیرمه کړي او نور پرې هر وخت داړي اوس په دې پېټار کې د داړونکو له شره د هغه هیواد دننه هم څوک نه شي بچیدلای!

د پاکستاني ‌طالبانو یوه ویاند احسان الله احسان بي بي سي ته په ټیلفون وویل، چې په ملاله یوسفزۍ دوی برید کړی. د نوموړي په خبره په هغې يي ځکه برید کړی، چې د ملالې فکر د طالبانو ضد او سیکولر و او دا چې هغې د خپل دغه فکر په ډاګه څرګندونه هم کوله، نو له همدې امله پرې د دوی ملګرو برید وکړ.

ملالۍ اوس د سختو ټپونو او په کوما کې له مرګ سره لاس و ګریوان ده . د ډیورند تپلې کرښې پر دواړوغاړو ټول افغان ، نر دي او که ښځې ، نجونه دي او که هلکان په یووالي او اتفاق سره ملالۍ او د هغې ملګرو ته لاسونه په دعا پورته کوي او کمکۍ ملالۍ او ملګرو ته يي له لوی څښتنه عاجله شفا او صحت غواړي !

د روستیو خبرونو له مخې ملالۍ ته نهه نیم میلیونه زده کوونکو په ۱۵ نیم زره ښوونځیو کې دعا وکړه . «  د افغانستان په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې نژدې لس ملیونه زده کوونکیو د شنبې په ورځ د څو شېبو لپاره درس ودراوه او د خپلې تنکۍ خور ملالۍ یوسفزۍ لپاره لپاره یې د دعا لاسونه پورته کړل، تاند »

د بې بې سي د خبر له مخې د امريکا يوې وتلې سندرغاړې ماډونا په لاس انجلس کې په يو کنسرټ کې د سوات د ملالې يوسفزۍ ستاېنه کړې چې د طالب اورپکو په يوه بريد کې ټپي شوې ده.

ماډونا يوه سندره ۱۴ کلنۍ ملالې ته ډالۍ کړه.

امريکايۍ وېبپاڼې هالي ووډ رپورټر ويلي، مډونا وويل: « کله چې يې پر ملالې د بريد وا ورېدل نو و يې ژړل. »

د "هيومن نېچر" په نوم د سندرۍ ويلو وړاندې ماډونا وويل: " ملالې دا سندره ستا لپاره ده.

مډونا په خپل بدن هم د "ملاله" نوم ليکلى و.

وېبپاڼه وايي مډونا مينه والو ته وويل "پوهېږى چې پر ملالې برېد څومره ناولى کار دى؟"

له سندرۍ وروسته ٥٤ کلنې مډونا په ځغرده وويل: " د تعليم ملاتړ وکړئ، د ښځو ملاتړ وکړئ."

افغان ولسمشر کرزي هم په سخو ټکو سره پر ملالۍ برید غندلي او بریدګر يي  ډارن او بې غیرته ګڼلې چې پر مظلومې او بېوزله زده کوونکې يي برید کړی .

د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د ملګروملتو سرمنشي بانکي مون هم د ملالۍ یوسفزۍ تروریستي حمله غندلې او د هغې پر ژوبلېدا یې خواشیني څرګنده کړې .

د امریکا ولسمشر پر څوارلس کلنې ملالۍ شوی برید خواشینونکی ګڼلی او د ملګرو ملتو سرمنشي بان کي مون دې برید  په غصه کړی او د نجلۍ کورنۍ ته یې د خپلې خواخوږۍ او ملاتړ پیغام استولی دی.

همداراز دبشري حقونو فعالانو پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو طالبانو برید په سخته غندلی. د بشري حقونو نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل ویلی، چې پر ملاله یوسفزۍ د وسله والو برید څرګندوي چې پاکستان کې د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکي له څه ډول کړاوونو سره مخامخیږي.

د پښتنو یو مخور ملتپالی سیاسي مشر محمد افضل خان لالا وايي چې ننګیاله ملاله په ویشتلو نه مري بلکې دغه ډول بریدونو سره د پښتونخوا او په تېره د سوات د اوسېدونکو هوډ او عزم نور هم پخېږي او زیاتېږي.

دی وايي چې په سوات کې لا هم فسادیان ختم نه دي بلکې د هغوی ډلې لا هم فعاله دي.افضل خان لالا د پاکستان پر ریاستي امنیتي ادارو غږ وکړ چې وسله وال دې له پټو ځایونو راوباسي او ودې نیسي.

ملالۍ پخپل کمکي ځان د طالبانو د وحشت او بربریت او د هغو د پالونکو په وړاندې د یوه داسې غورځنګ بنسټ کیښود چې د ډیوند کرښې دواړو غاړې ولسونو ته ویښتیا، رڼا ، سوله او یووالي له ځان سره لري !

د ۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۱۴ مه

 


October 14th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی